IQNA

  د حزب الله توغندیو بیا په صهیونیسټي پوځي مرکز کې د اور لمبې پورته کړې

15:34 - February 06, 2024
د خبر لمبر: 3488683
ایکنا- د نیواکي فلسطین په شمال باندې د لبنان د اسلامی مقاومتي مبارزانو  د نوو حملو خبر ورکړی  چې په اساس ئې له لبنان سره د نیواکي فلسطین په پولې کې  په اصبح الجلیل  سیمې کې  په مرګلیوټ  ښارګوټي  کې د خطرې ټلۍ  کړنګیدلي دي .

ایکنانیوز د  النشره له قوله راپور راکړ،، د لبنان حزب ا... غورځنګ په خپلې و روستۍ اعلامیې کې وئيلي دي ،د مقاومتي مبارزانو په ؛برکان ؛ دوو توغندیو  سره د جنایتکار صهیونیسټي رژیم  رامیم پوځي مرکز په شیشت کې راوست او لوخړې ئې ترې پورته کړې.

په دراپور کې وئيل شوي دي ،په دغې اعلامیې کې  راغلي دي ، چې دغه پوځي مرکز په مستقیم ډول د حزب ا...په توغندی ویشتل شوی  اوصهیونیسټي رژيم  په دغې حملې کې یو شمیر مرګ ژوبلې زغملی دي.

خبری سرچینو نن سهار هم د نیواکي فلسطین په شمال باندې د لبنان د اسلامی مقاومتي مبارزانو  د نوو حملو خبر ورکړی  چې په اساس ئې له لبنان سره د نیواکي فلسطین په پولې کې  په اصبح الجلیل  سیمې کې  په مرګلیوټ  ښارګوټي  کې د خطرې ټلۍ  کړنګیدلي دي .

له بل پلوه  صهونیسټي رژیم  نن سهار د  دم یس الجبل  په جنوب  ختیځ کې وقاع طوفا سیمه په دولس  راکټونو سره ویشتې ده . اویو خالي کور ئې ړنګ کړی دی.

 د فلسطین د مقاومتي ډلو په وسیله د طوفان الاقصی عملیاتو له پيلیدا سره  په یووخت د لبنان حزب ا...  په نیواکي ټاټوبو په شمالی برخې کې  د صهیونیسټي پوځیانو  د زیاتره برخې د بوختولو او په غزې کې پر مقاومتي مبارزانو د دباؤ  دکمیدا په لړ کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د اهدافو په ضد هره ورځ او درندۀ عملیات ترسره کړي دي چې  هماغه شان دوام لري او جنایتکارو ته ئې درنده تاوانونه او مرګ ژوبلې اړولي دي. صهیونیسټي رسنیو په دې باب هم په کرتو اعتراف کړی دی چې  حزب ا... د  فلسطین د نیواکي ټاټوبو په شمالی برخې کې  هماغه شان برلاسه  دي  او د اسرائيلو پوځ په دغې سیمې کې په لومې کې ګیر شوی دی.

 د لبنان د  اسلامی مقاومتي  چورلیز  خبرو سرچینو  په همداوروستیو کې وئيلي دي ، حزب ا...  په یو سل شل ورځني جنګ کې د جنایتکار صهونیسټي رژیم په ضد ۹۶۱ عملیات ترسره کړي دي.

captcha